تیاتر

تیاتر هنر د زوال په حال کې؛ ننګرهار کې د تیاتر لوبغاړو په خپلو شخصي امکاناتو دغه هنر ژوندی ساتلی

خبریال: جان اغا صالح

ننګرهار کې د تیاتر لوبغاړي وایې، دغه هنر د زوال په حال کې ده او دوی په دې ولایت کې په خپلو شخصي امکاناتو د تیاتر هنر ژوندی ساتلی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر مدیر خلیل الرحمن خاطر اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د پخوا په پرتله یې د تیاتر فعالیتونه د مالي او تخنیکي امکاناتو د کمښت له امله ټکني شوي دي.

نوموړی په دې برخه کې له حکومت هم ګیله من دی او وایې، څه ډول چې لازمه ده د تیاتر هنر ته پاملرنه نه ده شوې. هغه وایې، اوسمهال د تیاتر هنر او لوبغاړي له سختو ستونزو سره مخ دي خو بیا یې هم په خپلو شخصي امکاناتو دغه هنر تر یوه حده ژوندی ساتلی دی.

خلیل الرحمن خاطر زیاته کړه: «د پخوا په پرتله مو فعالیتونه یو څه ټکني شوي چې لامل یې مالي امکانات دي، ځکه نه په دې برخه کې حکومت څه چندان پام کړی او نه نورو اړونده ادارو نو که چیرې مونږ ته امکانات راکړل شي، کولای شو د تیاتر هنر لا ژوندی کړو او ددې پر واسطه د ټولنې ذهنیت جوړو کړو ترڅو وکولای شو د تیاتر ډرامو له لارې خلکو ته مثبت پيغام ور ورسوو.»

ننګرهار کې د تیاتر لوبغاړي وایي، دوی دغه مخ پر زوال هنر په خپلو شخصي امکاناتو تر یو بریده ژوندی ساتلی.

نوموړی د تیاتر اوسني وضعيت ته اندېښمن دی او وايي، په اوسني وخت كې ښځينه لوبغاړې ډېرې كمې دي، چې له همدې کبله د ډیرو سحنو له پاره د خوښې وړ ښځينه کرکټرونه نه شي ټاکلی.

خلیل الرحمن خاطر په ننګرهار کې د تیاتر د هنر پر وړاندې لوی خنډونه د مالي امکاناتو له کموالي سره سره د ښځینه لوبغاړو نشتون او امنیتي ننګونې هغه عوامل یادوي چې له امله یې د تیاتر د لوبغاړو فعالیتونو کم رنګه شوي دي.

خاطر زیاتوي: «ډیر کله مونږ د مالي امکاناتو له کموالي سره، سره په دې ولایت کې د امنیتي ننګونو له امله هم نشو کولای چې له ښاره ووځو او په لېرې یوه ولسوالۍ کې تیاتر وړاندې کړو او هم د ښځینه لوبغاړو د نه شتون له کبله ډیر کله د ښځینه کرکټر په نارینه کوو ځکه مجبور یو څوک نشته.»

د ننګرهار د تیاتر د برخې لیکوال او لوبغاړی فضل الرحمن شمس په دې ولایت کې د تیاتر هنر د پرمختګ لپاره له حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د پخوا په پرتله یې د تیاتر نندارې کم رنګه شي او ډیرو سیمو ته خو د ناامنیو او نورو ګواښونو له امله نشي ورتللی.

«که چیرته مونږ ته حکومت او نورې نړیوالې موسسې امکانات راکړي، کولای شو چې د دوی پیغامونه او لکه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د نشه یي توکو د ضرورنو په اړه عامه پوهاوی او نورو برخو کې خلکو ته تیاتر ډرامې وړاندې کړو او ټولنه له دې حالت څخه راوباسو او مثبت ذهنیت ورکړو.»

د ننګرهار د تیاتر د برخې لیکوال او لوبغاړی فضل الرحمن شمس په دې ولایت کې د تیاتر هنر د پرمختګ لپاره له حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو اوکلتور رییس رحیم الله خوږیاڼي هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله، چې په دې ولایت کې د تیاتر هنر تر پخوا ډیر کم رنګه شوی خو وایې، هڅې یې پیل کړي تر څو تر څو یاد هنر ژوندی وساتی.

د خوږیاڼي په خبره د تیاتر هنر ته څه ډول چې لازمه وه، پاملرنه ورته نه ده خو دوی په خپلو هلو ځلو د اطلاعات او کلتور ریاست په تشکیل کې د تیاتر د مدیریت لپاره ځای ورکړی، خو نور لوبغاړي یې د تشکیل دکموالي له امله د دې ریاست په تشکیل کې نشي ځایولی.

خوږیاڼي زیاته کړه: «مونږ منو چې د پخوا په پرتله دې ولایت کې د تیاتر هنر ته هغسې چې لازمه وه کار نه دی شوی او دې برخه کې لا هڅه کې یو چې امکانات ورته پیدا کړو او دا هنر د پخوا په شان ژوندی شي، خو زمونږ په تشکیل کې ورته صرف د یو مدیریت ځای ورکړل شی او نور ورته مونږ په تشکیل کې ځای نه لرو نو له همدې امله مو دوی یو څه په خوا کې ساتلي خو هاغسې چې لازمه ده د تیاتر هنر ته پام نه دی شوی هڅه مو دا ده دا هنر بیا د پخوا په شان ژوندی وساتو او کار وکړي.»

د اپریل ۷مه د تیاتر له نړیوالې ورځې سره برابره ده دغه ورځ هر کال په هیواد کې هم نمانځل کیږي، خو د یادې برخې لوبغاړي وایې، د تیاتر هنر دمګړۍ په ښه حالت کې نه دی او له ګڼو ستونزو سره مخ دی.