د پاکستان حکومت له لوري پر افغان کډوالو د فشارونو د زیاتېدو په دوام، د خېبرپښتونخوا ایالتي چارواکو د افغان کډوالو د کورونو د نړولو امر کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو د جولای میاشتې په جریان کې د متانې په سیمه کې د افغان کډوالو ګڼ استوګنیز کورونه نړولي دي.
د سیمې اوسېدونکو او چارواکو ویلي چې د کورونو نړول، د هویتي اسنادو ارزول او کډوالو ته د کورونو د تخلیې امر د حکومتي پلان هغه برخه ده چې موخه یې د افغان کډوالو په جبري ډول بېرته ستنول دي.
۵۰ کلن نجیب رحمان ویلي، هڅه یې وکړه چې د خپل پلار درمل او د خپلو ماشومانو تعلیمي اسناد له خپل کور څخه وباسي، خو امنیتي ځواکونو ورته اجازه ورنه کړه.
هغه په داسې حال کې چې د خپل نړول شوي کور د کنډوالو ترمنځ ولاړ و، وویل: «چارواکو زموږ خبرو ته هېڅ غوږ ونه نیوه، یوازې یې وویل چې کور باید ونړول شي.»
د روان کال په جون میاشت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی و، چې د جولای له ۱۰مې نېټې وروسته بې ویزې افغان وګړي ونیسي.
په پېښور کې د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «د بې اسنادو افغانانو پر ضد پراخ عملیات د جولای له ۱۰مې پیل شوي او لا هم روان دي.»
هغه زیاته کړه چې پولیسو لا د مرکزي حکومت له رسمي لارښوونو وړاندې په ټول ایالت کې د افغان وګړو د استوګنې سیمې او معلومات ثبت کړي وو.
پولیسو او ځايي چارواکو ویلي، له جولای د ۱۰مې نېټې وړاندې یې افغان وګړو ته خبرداری ورکړی و چې باید پاکستان پرېږدي.
۷۰ کلن احمد مولا، چې کور یې په متانې سیمه کې نړول شوی، وایي: «پولیس د هېچا وضعیت ته پام نه کوي. هغوی ته دا مهمه نه ده چې زه په جیب کې پیسې لرم که نه، او نه هم زما روغتیا ته ارزښت ورکوي.»
هغه زیاته کړه: «پولیسو لږ تر لږه شل ځله د وتلو خبرتیاوې راکړې، خو موږ خپلې ستونزې او ځانګړي شرایط لرو.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان شاوخوا ۲.۳ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، لا هم له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
د فرانسې خبري اژانس یوه خبریال په پېښور کې راپور ورکړی چې په ښار کې د پولیسو ګڼ موقتي امنیتي پوستې جوړې شوې او د خلکو په ځانګړي ډول د افغان کډوال هویتي اسناد په کې ارزول کېږي.
په دغو پوستو کې یوه پولیس ویلي: «موږ ته د بې اسنادو افغانانو د نیولو په اړه روښانه لارښوونې راکړل شوې دي.»
په پېښور کې د «د میني کابل» دا د افغان کډوالو یوه مشهوره سوداګريزه سیمه ده چې اصلي نوم يې «بورډ بازار» دی او د کابل ښار په څېر د افغاني کلتور، کالیو او خوراکونو له امله په دې نوم یادېږي.
د همدې بازار یو دوکاندار، ذبیحالله وایي، چې د پېرېدونکو شمېر په څرګند ډول کم شوی دی: «خلک د پولیسو له وېرې په خپلو کورونو کې پټ شوي او کاروبار نږدې په ټپه درېدلی دی.»
پاکستان چې په وروستیو کلونو کې له زیاتېدونکو امنیتي بریدونو سره مخ دی، په ۲۰۲۳ کال کې اعلان وکړ چې د خپل امنیتي پلان د یوې برخې په توګه به بې اسناد بهرني وګړي له دغه هېواده وباسي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې یو شمېر افغان وګړي په امنیتي بریدونو کې لاس لري او همدارنګه د دوی په وینا، د افغانستان خاوره د وسلهوالو ډلو له خوا کارول کېږي.
پاکستان سږ کال هم پر افغانستان هوايي بریدونه کړي او ویلي یې دي چې هدف یې د وسلهوالو ډلو ځپل وو.
خو طالبانو بیا بیا دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
طالبانو ادعا کړې چې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
