اطلاعات روز: طالبانو د حکومت چارواکو په کندهار کې، چېرې چې یې مشر ملاهبتالله اخندزاده مېشت دی، د سویلي حوزې د ولایتونو په کچه یې د مشرانو ترمنځ د همغږۍ لپاره غونډه ترسره شوې.
د کندهار ولایت د رسنیو له دفتره نن (جمعه،۲ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا غونډه د کندهار لپاره د طالبانو د والي ملا شېرین اخند په مشرۍ ترسره شوې، چې په کې د زابل، روزګان او ډايکنډي ولايتونو واليانو، امنيه قومندانانو، د قول اردو قومندانانو، د استخباراتو رییسانو او د نظامي محاکمو مسوولانو ګډون کړی وو.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د امنیت ټېنګښت، د غصب مخنیوي، د نشه یي توکو قاچاق او د سوالګرو په مخنیوي، له خلکو سره پر ښو اړیکو او د طالبانو پر وړاندې د خلکو پر ذهنیت جوړولو اړه لازمې پرېکړې او بحثونه شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو غونډې وخت په وخت د مهمو حکومتي، امنیتي او پالیسۍ مسایلو لکه د کابینې ناستې یا د مرکزي او ولایتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ لپاره ترسره شوې، چې په کې عموماً د حکومت سرپرست مشران او وزیران ګډون کوي.
