د روغتیا نړیوال سازمان: د هیپاتیت ویروس لا هم په افغانستان کې د زرګونو کسانو پر روغتیا اغېز کوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د هیپاتیت ویروس لا هم په افغانستان کې د زرګونو کسانو پر روغتیا منفي اغېز لري.

دې سازمان (سه‌شنبه، ۶ د زمري) د هیپاتیت نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۵۹ زره او ۳۳۳ تنه د هیپاتیت د «بي» او «سي» ډولونو پر ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د عامه پوهاوي لوړول، د تشخیص او درملنې خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخول، او د مخنیوي تدابیرو پیاوړي کول د دې ناروغۍ د نویو پېښو د کمولو لپاره بنسټیز ګامونه دي.

دې ادارې په افغانستان کې د هیپاتیت پر ویروس د ټولو اخته کسانو د شمېر په اړه کره احصایه نه ده وړاندې کړې.

د سازمان د معلوماتو له مخې، د هیپاتیت «بي» او «سي» هغه مهال خپرېږي چې د ناروغ کس وینه یا د بدن نور مایعات د بل انسان بدن ته داخل شي.

د دې ادارې په وینا، هغه کسان چې نشه‌يي توکي کاروي، هغه کسان چې د پېچکارۍ لپاره یوه ستنه په ګډه کاروي، بندیان، هغه کسان چې له غیرمعیاري او غیرصحی طبي وسایلو سره مخامخ کېږي او هغه کسان چې غیرخوندي جنسي اړیکې لري، د هیپاتیت د ویروس د اخته کېدو له ډېر خطر سره مخ دي.

سازمان همدارنګه ویلي چې د هیپاتیت «بي»  ډول ډېری وخت له هغو میندو څخه، چې پر دې ویروس اخته وي، خپلو ماشومانو ته لېږدېږي.

هیپاتیت په نړۍ کې له هغو ناروغیو څخه ده چې ډېر کسان پرې مري، خو د دې ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوی لا هم کم دی.

دا ویروس په پنځو ډولونو وېشل شوی دی «ای، بي، ډي او اِې» په افغانستان کې د هیپاتیت «بي» او «سي» ډولونه د «تورې ژېړي» په نوم هم پېژندل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته