د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په یوه ټلیفوني اړیکه کې هغه ته ډاډ ورکړی چې په کسپین سمندر کې پر ایراني بېړۍ شوی برید قصدي نه و.
عراقچي د سېشنبې په شپه (۶ د زمري) په اېکس کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ورته ویلي چې: «پر ایراني بېړۍ برید غیرعمدي و او اوکراین د کړکېچ د زیاتېدو په لټه کې نه دی.»
هغه زیاته کړې: «ایران هم د تاوتریخوالي د زیاتېدو غوښتونکی نه دی، خو ما په څرګنده وویل چې زموږ پر وګړو یا ګټو هر ډول برید د منلو وړ نه دی. اوښتي زیانونه باید جبران شي.»
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها هم د دې ټلیفوني اړیکې د تأیید ترڅنګ ویلي، چې هغه د «غیر ضروري کړکېچ د مخنیوي» پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه ویلي: «د اوکراین ټول اقدامات یوازې د روسیې د یرغل پر وړاندې زموږ د هېواد د دفاع لپاره ترسره کېږي او هېڅکله مو د ملکي بېړیو یا ولسي وګړو د په نښه کولو نیت نه دی درلود.»
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي اعلان کړی و، چې هېواد یې په کسپین سمندر کې یوه ایراني بېړۍ په نښه کړې ده.
زلېنسکي ادعا کړې وه چې دغې بېړۍ روسیې ته ایراني وسلې او مهمات لېږدول، څو د اوکراین پر ضد ترې کار واخیستل شي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دا یوه سوداګریزه بېړۍ وه او بار یې هم ملکي و. په دغه برید کې یو سمندري کارکوونکی وژل شوی دی.
عباس عراقچي تر دې وړاندې ویلي وو چې دا برید د اسرائیل په امر ترسره شوی، څو اروپا د ایران پر ضد جګړې ته راکاږي.
