د هرات د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د دې ولایت د معدني ډبرو لومړۍ جوپه د امریکا متحده ایالاتو ته صادره شوې ده.
له یاد دفتر څخه نن (چهارشنبه، ۶ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بار د یوه خصوصي شرکت له لوري لېږدول شوی دی.
د زندهجان ولسوالۍ د تور مرمر ډبرو د دې جوپې ارزښت ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ښودل شوی دی.
د زندهجان ولسوالۍ د انجیرک په سیمه کې د تور مرمر کان موقعیت لري، چې ډېری وخت د ودانیو او کورونو د سینګار لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
په تېرو دوو کلونو کې د غزني د مالستان ولسوالۍ د سپینو مرمرو او تراورتین ډبرو صادرات هم اسټرالیا ته پیل شوي دي.
په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د جمهوري نظام حکومت اعلان کړی و، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرمرو ۳۵ کانونه، چې د ۴۵ بېلابېلو رنګونو ډبرې لري، پېژندل شوي دي.
د دغو کانونو ټولیزه زېرمه له ۹ میلیاردو ټنو زیاته او ارزښت یې تر ۲۰۰ میلیاردو امریکايي ډالرو ډېر اټکل شوی و.
