د عراق د شیعه وسلهوالو ائتلاف حشد الشعبي تایید کړې چې د امریکا او سعودي عربستان په ګډو بریدونو کې یې لږ تر لږه ۲۰ غړي وژل شوي دي.
حشد الشعبي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دوی څو رسمي اډې د عراق په بېلابېلو ولایتونو کې په نښه شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
حشد الشعبي وایي، دا لومړنۍ شمېره ده او ښايي د لا زیاتو څېړنو وروسته د مرګژوبلې شمېر لوړ شي.
د حشد الشعبي رسنیز دفتر په اېکس پاڼه لیکلي چې د بغداد، کربلا، واسط، نینوا، بصرې، کرکوک او دیاله ولایتونو کې د دوی پوځي اډې تر برید لاندې راغلې دي.
د انساني تلفاتو ترڅنګ، د دوی څو مرکزونو، موټرو او پوځي تجهیزاتو ته هم د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) او د سعودي عربستان د دفاع وزارت نن (چهارشنبه، ۷ د زمري) سهار اعلان کړی، چې په یوه ګډ عملیات کې یې په عراق کې د حشد الشعبي پوځي مرکزونه په نښه کړي دي
.
امریکا ویلي، دا عملیات یې د حشد الشعبي له لوري پر خپلو پوځي اډو د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې ترسره کړي دي.
سعودي عربستان هم ویلي، دغه بریدونه یې وروسته له هغه کړي چې د تېرو دوو ورځو پر مهال حشد الشعبي د ریاض د نفتي بنسټونو پر ضد د بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي وو.
