نورستان کې د طالیانو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه ولایت مرکز پارون کې له وروستیو سېلاب ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې.
د رسنیو دفتر ویلي، ملا برادر نن (دوشنبه، ۱۲ د زمري) دې ولایت ته سفر کړی او د سېلاب له اغېزمنو سره یې لیدلي.
د خبر پاڼې له مخې ملا برادر ویلي، چې سېلاب ځپلو او خصوصي سکټور سره به په تدریجي ډول مرستې ترسره شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ملا برادر سره په دغه سفر کې د طالبانو د نورو مسوولانو سربېره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر هم موجود و.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي د دغې خونې له ادرسه شپږ مېلیونه او له خپل لوري یو مېلیون افغانۍ نغدې مرسته وکړه.
په همدې حال نورستان کې د وروستي سېلاب اغېزمنو شویو او د خصوصي سکتور خاوندانو ویلي، چې وروستي سېلاب سخت زیانمن کړي دي.
سېلاب ځپلو د طالیانو حکومت ترڅنګ له اړوندو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له دوی سره دې بېړنۍ او بنسټیزې مرستې وکړي.
دوه اوونۍ وړاندې د (چنګاښ په ۲۹مه دوشنبه) د مرګوني او وېجاړونکي سېلاب د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه، هوټلونه، لسګونه هټۍ، سړکونه، دولتي اداري ودانۍ وېجاړې کړې، چې نورستان کې د طالبانو د مسوولینو د معلوماتو له مخې دې سېلاب د لسګونه انسانانو د مرګ – ژوبلې سربېره ۳۵ مېلیونه ډالر مالي زیانونه هم اړولي وو.
