په کندهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د ارغنداب او شاولي کوټ ولسوالۍ ترمنځ «سربند» سیمه کې دوو ځوانانو اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند ملا اسدالله جمشېد وایي، نن (پنجشنبه، ۱۵ د زمري) یاد ځوانان د ارغنداب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د اوبو په یوه سر بند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د هغه په خبره، د پېښې قربانیان د ځایي خلکو په همکارۍ له اوبو راویستل شوي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې په دایکنډي ولایت کې هم دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي وو.
طالبانو له دې وړاندې هم له خلکو غوښتي چې د سیندونو، بندونو او ژورو اوبو په سیمو کې د لامبو پر مهال احتیاطي تدابیر مراعات کړي.
