د «مېډل ایسټ آی» وېبپاڼې راپور ورکړی چې د جرمونو نړیوالې محکمې، د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس پر وړاندې د علني نیولو له حکمونو سربېره، د دې ډلې د دوو نورو چارواکو د نیولو لپاره هم پټ حکمونه صادر کړي دي.
دې وېبپاڼې د سېشنبې په ورځ، د زمري په ۲۰مه، د محرمو اسنادو او باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه حکمونه د جرمونو نړیوالې محکمې د درې قاضیانو یوې ډلې صادر کړي دي.
«مېډل ایسټ آی» لیکلي، د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو له حکمونو څو میاشتې وروسته، هماغې قضایي ډلې د طالبانو د دوو نورو چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي، خو د دغو دوو چارواکو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، څو د قضایي بهیر محرمیت وساتل شي.
د دې وېبپاڼې په وینا، ترلاسه شوي محرمانه اسناد ښيي چې د طالبانو د چارواکو پر وړاندې د نیولو پټ حکمونه د نویو شواهدو او نویو ادعا شویو قربانیانو پر بنسټ صادر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۲۵ کال کې، د دغې محکمې د پخواني څارنوال کریم خان د غوښتنې او وړاندې شویو شواهدو پر بنسټ، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل.
دغه حکمونه وروسته له هغې صادر شول چې شپږو هېوادونو؛ چیلي، کوسټاریکا، اسپانیا، فرانسه، لوګزامبورګ او مکسیکو، په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو پر وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت ثبت کړ.
دغو هېوادونو طالبان تورن کړل چې د «دولتي واک» په کارولو سره یې د ښځو او د جنسي لږکیو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض پالیسۍ او چلندونه په سیستماتیک ډول پلي کړي دي.
