په بدخشان کې نښته؛ د یو شمېر طالب جنګیالیو جسدونه کندهار ته ولېږدول شول

Oplus_131072

سرچینې وایي، د هغو ۱۳ طالب جنګیالیو جسدونه چې په بدخشان کې په وروستیو نښتو کې وژل شوي، په کندهار کې د ۲۰۵ قول اردو ته لېږدول شوي دي.

د سرچینو په وینا، په وژل شویو جنګیالیو کې شپږ تنه د هلمند، څلور تنه د ارزګان او درې تنه د غزني اوسېدونکي دي.

سرچینې وایي، دغه جسدونه د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه کندهار ته لېږدول شوي او ټاکل شوې چې خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.

سرچینې زیاتوي چې وژل شوي کسان د طالبانو د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو غړي وو او په بدخشان کې د تېرو څو ورځو په نښتو کې وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو کسانو کورنیو ته ویل شوي چې د خپلو خپلوانو د وژل کېدو معلومات له هیچا سره شریک نه کړي. سرچینې وایي، طالبانو د خپلو جنګیالیو کورنیو ته ویلي چې هغوی په ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.

په بدخشان کې طالبان له جمعه‌خان فاتح، چې د طالبانو ناراضي قوماندان بلل کېږي، سره په نښته کې ښکېل شوي دي.

دغه نښته د سې‌شنبې له ورځې د بدخشان په نُسي ولسوالۍ کې پیل شوې ده.

طالبانو دغه نښته تایید کړې، خو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

جمعه‌خان فاتح د دغې نښتې په اړه ویلي چې هغه د طالبانو له رژیم سره ستونزه نه لري، بلکې ستونزه یې د طالبانو له قطعاتو سره ده. نوموړي د طالبانو قطعات پر د ملکي وګړو په وژلو تورن کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته