کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په پېج درې ولسوالۍ کې په یوه کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینه وایي، دا پېښه نن (شنبه ۲۴ د زمري) له غرمې وروسته د پېج درې ولسوالۍ په «ماڼوګي» کلي کې را منځته شوې.
د سرچینې په خبره، په دې پېښه کې د ملک عاشق په نوم د سیمې د یوه قومي مشر زوی خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینې په پېښه کې د مړه شوي کس د عمر او د پېښې د څرنګوالي په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په کونړ او د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې د ګاز ډبو د چاودنې له امله ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
