د کابل په لویدیځ کې یوې روغتیايي سرچینې تایید کړې چې د ښار د مهدیه ښارګوټي په «شمس هدایت» خصوصي ښوونځي کې زدهکوونکي د چاودنې هدف ګرځېدلي دي.
دې سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د ښوونځي له مخې کوڅې څخه د ښوونځي د انګړ دننه یو لاسي بم غورځول شوی دی. د سرچینې په وینا، دا پېښه هغه مهال شوې چې زدهکوونکي له ټولګیو رخصت شوي وو.
سرچینې، له کره شمېرې ورکولو پرته، ویلي چې په دې چاودنه کې مرګژوبله اوښتې ده. هغه زیاته کړې چې د ټپیانو ډېری یې کمعمره ماشومان دي.
د سرچینې په خبره، په ټپیانو کې نجونې او هلکان دواړه شامل دي.
په کابل کې د طالبانو امنیتي مسوولانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
