نورستان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولان خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت پرېوتو له امله یوه مېرمن مړه او یوه بله ټپي شوې.
د نورستان امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند حسن ثاقب احمدزی وایي، دا پېښه تېره ورځ (چهارشنبه ۲۸ د زمري) مازیګر مهال د منډول ولسوالۍ په «جناخېلو» سیمه کې را منځته شوې ده.
احمدزی زیاتوي چې په پېښه کې ټپي شوې مېرمن د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې، خو د روغتیايي وضعیت په تړاو یې څه نه دي ویلي.
نوموړي د کور د خونې چت پرېوتو د لامل په تړاو هم نور جزیات نه دي ورکړي.
ورته مهال یوې ځایي سرچینې ویلي، چې په پېښه کې د کور خاوند ته د ځاني زیان سربېره مالي زیان هم رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ورښتونو پرمهال د زړو او خټینو کورونو خونې غورځېږي چې له امله یې درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.
