نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن ډوله موټر د چپه کېدو له امله موټر چلونکی مړ او د درې ښځو په ګډون نهه تنه نور ټپیان شوي.
ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحید الله محمدي وایي، دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه ۲۹ د زمري) د نورګرام ولسوالۍ د کولټن درې په “موزګل” سیمه کې مازیګر مهال را منځته شوې ده.
محمدي ویلي، په دې پېښه کې د ښځو سربېره ماشومان هم ټپیان شوي چې د درملنې په موخه د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په تړاو یې څه نه دي ویلي.
د نوموړي په خبره؛ د دې پېښې لامل د لارې خرابوالی او د موټر چلونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په سمنګان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسه مړه شوي وو.
