هلمند کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایې، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو د لامبو پرمهال څلور کسان اوبو ډوب کړي او مړه شوي.
د هلمند امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند، نصیر احمد مهاجر ویلي، چې یاد کسان تېره ورځ جمعه، ٣٠ د زمري) په بېلابېلو سیمو کې په هلمند سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او جسدونه یې د خلکو په مرسته له اوبو را ایستلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمېر ځوانان اوبو کې د لامبو وهلو پرمهال ډوب شوي چې ځینو یې پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
