په کندهار کې ځایي سرچینې وايي، ددې ولایت په ارغنداب او مېوند ولسوالیو کې د دوو جلا ـ جلا ترافیکي پېښو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
سرچینه وايي، په لومړۍ پېښه کې چې تېره ورځ (جمعه، ٣٠ د زمري) د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «سربند»سیمې په مربوطاتو کې د یو موټر او موټر سایکل ترمنځ رامنځته شوې، چې له مله یې دوه کسان مړه او یو تن ټپي شوي دی.
د سرچینې په وینا، دویمه پېښه کې نن (شنبه، ٣١ د زمري) د مېوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د موټر او موټر سایکل ترمنځ شوې، چې امله یې دوه کسان مړه شوي دي.
مسوولانو په ټینګار سره له خلکو غوښتنه کړې چې ترافیکي قوانین رعایت کړي او د سفر پرمهال د احتیاط لارښوونې عملي کړي، څو د ورته ناوړه پېښو مخنیوی وشي.
