کندهار کې ځایي سرچینې وايي، چې نن سهار (یکشنبه، ١ د وږي) د کندهار ښار د ۱۳مې حوزې اړوند «ښار نو» سیمه کې یو پلار خپل ٢٥ کلن زوی د اوسپنې پهواسطه وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د پلار او زوی ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، وژل شوی کس «مسلم» نومېده او پلار یې دوکانداري کوله.
د سرچینې په خبره، تر اوسه د دې پېښې دقیق علت نهده معلوم؛ خو ویل کېږي چې یاد ځوان له اوږدې مودې راهیسې بې روزګاره و او ممکن پلار یې د کورني تاوتریخوالي له امله وژلی وي.
د مالوماتو له مخې، د افغانستان کې حقوقي لانجې، کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او شخصي دښمنۍ کله نا کله د لویو لانجو لامل کېږي او په ډېرو مواردو کې د ښکېلو خواوو د وژنې لامل ګرځي.
