په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ وايي، چې اوس مهال په هېواد کې له ۱.۵ میلیونو ډېر کسان پر سرطان اخته دي.
ملي ټلوېزیون، چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د شنبې په ورځ (د سنبلې ۲۱مه) راپور ورکړی چې هر کال شاوخوا ۵۰ زره کسان په افغانستان کې پر سرطان اخته کېږي.
د افغانستان د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ مشر شفیق شینواري ویلي، چې اوس مهال په هېواد کې له ۱.۵ میلیونو ډېر کسان پر سرطان اخته دي.
هغه زیاته کړې چې هر کال شاوخوا ۵۰ زره نوې د سرطان پېښې په هېواد کې ثبتېږي.
شینواري ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د ښځو ترمنځ د سینې او رحم سرطان او د نارینهوو ترمنځ د سږو، معدې، پروستات او کولمو سرطانونه په افغانستان کې د سرطان له تر ټولو عامو ډولونو څخه دي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې له زړه ناروغیو وروسته سرطان د مړینې له مهمو لاملونو څخه دی.
په همدې حال کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، چې په هر زون کې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره یوه ۵۰ بستریز روغتون او په کابل کې یو ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت کوي.
هغه ملي ټلوېزیون ته ویلي چې تېر کال د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت تر څارنې لاندې روغتونونو کې شاوخوا ۹۰ زره د سرطان ناروغان ثبت شوي او د بستر پرته یې روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
د سرطان یوه متخصص رحیمګل درویش ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د سګرټو او نسوارو استعمال، د روغتیايي اصولو نه مراعاتول او نامناسب خواړه په افغانستان کې د سرطان د رامنځته کېدو له مهمو لاملونو څخه دي.
شرافت زمان امرخېل د نشهيي توکو او نامناسبو خوړو ترڅنګ، په هېواد کې اوږدې جګړې هم د سرطان د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه بللې دي.
هغه ویلي، چې په تېرو څو لسیزو جګړو کې په افغانستان کې د مهماتو بېلابېل ډولونه کارول شوي، چې د سرطان په رامنځته کېدو او خپرېدو کې اغېز لرلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د جمهوري نظام د عامې روغتیا وزارت په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د سرطان نوې پېښې په کال کې شاوخوا ۲۰ زره کسان بللې وې.
