اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) په افغانستان کې د کروندګرو او کرنیزو کاروبارونو د ملاتړ لپاره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت د یوې نوې پروژې د پیل خبر ورکړی دی.
دواړو ادارو نن، یکشنبه د وږي په ۲۲مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پروژه به له زیانمنو کورنیو، په ځانګړي ډول له راستنېدونکو کډوالو، داخلي بېځایه شویو او کوربه ټولنو سره په هغو ولسوالیو کې مرسته وکړي چې له خوړو او تغذیې ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي.
د اعلامیې له مخې، په دې پروژه کې به د مشورې مرکزونه جوړ شي چې کروندګرو ته به د اقلیمي وضعیت د تحلیلونو او د وختي خبرداریو معلومات وړاندې کوي. په دې توګه به کروندګر وکولای شي د شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې په اړه پر وخت پرېکړې وکړي.
د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، په دې پروژه کې به دوه زره هکټاره ویجاړې شوې ځنګلونه او څړځایونه هم بېرته ورغول شي او د ښځو او سیمهییزو ټولنو تر مدیریت لاندې به له ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو څخه ملاتړ وشي.
د کرنې او خوراکي توکو په برخه کې فعالو شرکتونو او له چاپېریال سره د سازګارو کاروبارونو لپاره د شرایطو له مخې بلاعوضه مرستې هم د دې پروژې یوه برخه ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي سرپرست نیکولا بلومو ویلي: «له فائو سره د اروپايي ټولنې مرسته د افغانستان د خلکو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا ته زموږ د دوامدارې ژمنتیا څرګندونه کوي. د افغانستان د کرنې ظرفیت لا هم تر خپل واقعي حد کم کارول شوی او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د دغه هېواد شدید زیانمن حالت هم د دې ظرفیت د ګټې اخیستنې پر وړاندې خنډ دی.»
په افغانستان کې د فائو استازي ریچارډ ترنچارډ ویلي: «په داسې حال کې چې موږ له ډېرو بشري مرستو څخه د لا دوامدارو تګلارو پر لور حرکت کوو، د افغانستان د کرنې او خوراکي توکو په برخه کې کاروبارونو، حتا په خورا ستونزمن چاپېریال کې، د ودې، د دندو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د کروندګرو د نښلولو واقعي وړتیا ښودلې ده.»
هغه زیاته کړې چې اروپايي ټولنه او فائو له کرنیزو کاروبارونو سره مرسته کوي، څو پانګونه وکړي او پراختیا ومومي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي: «کله چې کروندګر وکولای شي په ډاډه زړه تولید وکړي، کاروبارونه وده وکړي او محصولات بازارونو ته ورسېږي، نو کرنه د بیا رغونې او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت لپاره په یوه پیاوړي محرک بدلېږي.»
