د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې د ٨ لوبغاړو په زیان هند ته ١۵۷ منډې هدف ورکړ او هندۍ لوبډلې وکولی شول د لوبې په ۱۴م اور کې د دریو لوبغاړو په زیان سره دغه هدف پوره او لوبه یې د ۷ وېکټو په توپیر وګټله.
د تېرې شپې په سیالۍ کې د لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.
افغان لوبډلې په پوره شل اورونو کې ٨ لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ټولو ښه توپوهنه عظمت الله عمرزي وکړه چې ۶۴ منډې یې جوړې کړې.
دغه لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربهتوب ترسره کیږي، دویمه لوبه یې د سپټمبر په ۱۵مه او دریمه په ۱۷مه ترسره شي.
