په داسې حال کې چې حوثیان د یمن په جنوبي برخو کې د پرمختګ په حال کې دي، سعودي عربستان د دغه هېواد د رسمي حکومت په ملاتړ او د خپلو پوځي اډو پر وړاندې د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې پراخ هوايي بریدونه کړي دي.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي چې سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ (۲۲ د وږي) د یمن په تعز، لحج، جوف، حجه، بیضاء او صعده ولایتونو کې ۵۸ هوايي بریدونه کړي دي.
هغه ویلي چې دغه بریدونه د «اف-۱۵» جنګي الوتکو په وسیله د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ترسره شوي دي.
په ورته وخت کې، حوثیانو هم د سعودي عربستان او د یمن د رسمي حکومت پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی؛ هغه حکومت چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی.
یمني شبکې «المسیره» راپور ورکړی چې د حوثیانو ځواکونو د هېواد په جنوب کې د بابالمندب تنګي ترڅنګ ستراتیژیکه سیمه «کهبوب» نیولې ده.
د دغې سیمې نیول حوثیان د عدن ښار ته، چې د یمن د رسمي حکومت مرکز دی او د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوی او د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی، لا نږدې کوي.
«المسیره» د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په کهبوب سیمه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف څلور قوماندانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، ایراني رسنیو نن سهار د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو د حوثیانو د توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی.
د ایران د «صداوسیما» خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې سعودي عربستان جازان، نجران، ابها او خمیس مشیط ښارونو ته د برید خبرداری ورکړی او د «ارامکو» د تېلو تاسیسات هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
تر اوسه د سعودي عربستان چارواکو د حوثیانو د تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
