په اندونیزیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ شپږ کسان مړه او ۱۲۹ تنه لادرکه دي

Oplus_131072

د اندونیزیا په اوبو کې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ د چپه کېدو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي او ۱۲۹ نور مسافر لادرکه دي.

رویټرز خبري اژانس د اندونیزیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه پرون، یکشنبه، د وږي په ۲۲مه، سهار رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دغه مسافر وړونکې کښتۍ له ۲۴۳ کسانو سره د ختیځ جاوې له سورابایا ښار څخه د جنوبي کالیمانتان د بانجارماسین پر لور روانه وه.

د اندونیزیا د ملي ژغورنې ادارې مشر محمد شافعي ویلي، له ۲۴۳ مسافرو څخه ۱۰۸ کسان ژغورل شوي، د شپږو کسانو جسدونه موندل شوي او ۱۲۹ نور لا هم لادرکه دي.

شافعي زیاته کړې چې د ژغورنې ادارې لږ تر لږه ۶۲۲ کسان، ۱۷ کښتۍ او پنځه چورلکې او الوتکې د لادرکه مسافرو د موندلو لپاره ګومارلي دي.

د هغه په وینا، له ۲۴ ساعتونو تېرېدو سره سره د لټون عملیات لا هم دوام لري، خو د اوبو سخت تلاطم، لوړې څپې او تېز باد د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

شافعي ویلي: «که څه هم ځینې کښتۍ د پېښې ځای ته رسېدلې دي، خو چپه شوې کښتۍ ته د ژغورونکو ننوتل ستونزمن دي. موږ غوښتل چې د اوبو لاندې د ژغورنې په چارو کې ماهر کسان هم ولېږو، خو اوسني شرایط موږ ته د دې کار اجازه نه راکوي.»

د اندونیزیا د ژغورنې ادارې له خوا په خپره شوې ویډیو کې یوه لویه سور او توره کښتۍ ښکاري چې چپه شوې او یوه برخه یې په متلاطمو، شنو اوبو کې ډوبه ده. د کښتۍ سره رنګه لاندې برخه یې د اوبو له سطحې پورته ښکاري.

د اندونیزیا د ترانسپورټ وزیر ډودي پورواګاندي ویلي چې د هوا خراب شرایط د پېښې د رامنځته کېدو لامل وو.

هغه ویلي چې چپه شوې کښتۍ د ۵۰۰ مسافرو د لېږد ظرفیت درلود، نو له همدې امله له ټاکلي ظرفیت څخه زیاته بار شوې نه وه.

اندونیزیا د خپلو شاوخوا ۱۷ زره ټاپوګانو ترمنځ د تګ راتګ لپاره پر مسافر وړونکو کښتیو ډېره تکیه کوي، ځکه د هوايي سفر په پرتله د کښتۍ سفر ارزانه او خلکو ته ډېر د لاسرسي وړ دی. خو ارزانه او د لاسرسي وړ کښتۍ تل د مسافرو لپاره خوندي نه وي او وخت ناوخت پکې مرګونې پېښې رامنځته کېږي.

تېره میاشت هم په دوو بېلابېلو پېښو کې، دوه مسافر وړونکې کښتۍ چې سلګونه کسان پکې سپاره وو، اور واخیست او په پایله کې یې شپږ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته