د طالبانو د عدلیې وزیر د «شیعیانو عالي کمېسیون» مشر او غړي ونیول

Photo: the Supreme Shia Council

په کابل کې سرچینې وايي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د «شیعیانو عالي کمېسیون» مشر او غړي نیولي او په خپل شخصي زندان کې یې بندیان کړي دي.

یوې سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي چې محمدعلي اخلاقی، سید نادرشاه بحر، حاجي امیر محمدبازل، سید محسن حسيني او سید عبدالله هاشمي پرون (یکشنبې، د وږي ۲۲مه) د عدلیې وزارت له دننه نیول شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغو کسانو د هغو شیعه قومي مخورو د خوشې کېدو لپاره د منځګړیتوب په موخه د عدلیې وزارت ته ورغلي وو چې یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د عدلیې وزیر نیولي وو.

سرچینې د دغو کسانو د نیول کېدو د علت په اړه ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزیر «شیعیانو عالي کمېسیون» یو سیاسي ـ استخباراتي بنسټ بللی او فعالیت یې غیرقانوني ګڼلی دی.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر ویلي چې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې هېڅ سیاسي بنسټ د فعالیت اجازه نه لري.

«شیعیانو عالي کمېسیون» هغه بنسټ دی چې ویل کېږي د طالبانو د استخباراتو له خوا جوړ شوی دی.

تېره اوونۍ سرچینو راپور ورکړی و چې طالب ځواکونو په کابل کې د کارته چهار په سیمه کې د «افغانستان د شیعیانو عالي کمېسیون» دفتر محاصره کړی دی.

سرچینې ټینګار کړی چې د دې کمېسیون مشر محمدعلي اخلاقی د طالبانو د عدلیې وزیر تر څارنې لاندې و.

د طالبانو د عدلیې وزیر تېره اوونۍ یو شمېر نور شیعه قومي مخور هم نیولي وو. د سرچینې په وینا، له دغو کسانو څخه دوه تنه پرون او پاتې نور نن خوشې شوي دي.

عبدالحکیم شرعي د عدلیې په وزارت کې خپل شخصي زندان لري او څو ځله یې د شیعه مشرانو په ګډون کسان نیولي او بندیان کړي دي.

څه موده وړاندې د هزاره او شیعه ټولنې استازو په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا له دې ټولنې سره بې‌پامي شوې ده. هغوی له طالبانو غوښتي وو چې د عبدالحکیم شرعي مخه ونیسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته