د ایران اسلامي سپاه پاسداران ادعا کړې چې د امریکا یو «MQ-1» بېپیلوټه الوتکه یې د هرمز تنګي په فضا کې کشف، تعقیب او له منځه وړې ده.
د تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسداران په حواله لیکلي چې دغه بېپیلوټه الوتکه نن سهار (سهشنبه، د وږي ۲۴مه) نسکوره شوې ده.
د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د «MQ-1» ډرون د هرمز تنګي په لوېدیځه برخه کې د هوايي فضا د پرمختللي نوي دفاعي سیستم په وسیله کشف او رهګیري شوی دی.
«MQ-1» یوه څو منظوره پوځي بېپیلوټه الوتکه ده چې د کشف، څارنې، استخباراتي معلوماتو راټولولو (جاسوسۍ) او بریدیزو او جنګي عملیاتو لپاره کارول کېږي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
