د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، د دې ډلې د چارواکو د نیولو د حکمونو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې «افغانستان هېڅ محکمه د نړیوالو جرمونو د محکمې په توګه په رسمیت نه پېژني او د هغې دریځونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.»
مجاهد په اېکس کې په یوه پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو اداره د دې ډلې د مشر او درېیو نورو چارواکو لپاره د نیولو د حکمونو صادرېدل غندي.
د طالبانو ویاند ویلي، چې د دې ډلې مشرانو «هېڅ داسې کار نه دی کړی چې د کومې محکمې له خوا د نیول کېدو یا مجازات مستحق وبلل شي.»
د جرمونو نړیوالې محکمې نن په هاګ کې د طالبانو د څلورو چارواکو، چې د دې ډلې مشر هم پکې شامل دی، د نیولو حکمونه علني کړل.
په دغو څلورو کسانو کې د طالبانو د پوهنې او لوړو زدهکړو وزیران هم شامل دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې د اعلامیې له مخې، د حبیبالله آغا او ندامحمد ندیم د نیولو حکمونه د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې صادر شوي وو، خو تر نن ورځې پورې محرم ساتل شوي وو.
د جرمونو نړیوالې محکمې په نننۍ اعلامیه کې ویلي، چې د دغې محکمې د مقدماتي دویمې څانګې تشخیص کړی چې معقول دلایل شته چې باور پرې وشي، دغه څلور مظنون کسان د روم د اساسنامې له مخې، د بشریت پر وړاندې د ځورونې د جرم د ترسره کولو د امر، هڅونې یا ترغیب له امله په جزایي توګه مسوول دي؛ هغه ځورونه چې د جنسیت پر بنسټ د نجونو، ښځو او هغو نورو کسانو پر وړاندې شوې چې د طالبانو له جنسیتي پالیسۍ سره سمون نه لري.
د جرمونو نړیوالې محکمې د مقدماتي دویمې څانګې ویلي، چې مظنونانو د طالبانو په استازیتوب داسې یوه تګلاره پلې کړې چې له امله یې په افغانستان کې د ملکي وګړو اساسي حقونه او ازادۍ په پراخه کچه نقض شوې دي. په دغو سرغړونو کې وژنه، زنداني کول، شکنجه، جنسي تېری او جبري ورکول شامل دي.
د طالبانو ویاند ویلي، چې دا ډله «د اسلامي شریعت او د هغه د محکمو احکامو ته غاړه ږدي، نه د استخباراتي بنسټونو او په نوم محکمو ته.»
دې ډلې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې «د خپل حیثیت او اعتبار د ساتلو لپاره، له خپل صلاحیت او واک څخه بهر ادعاوې مطرح نه کړي.»
طالبان: د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژنو
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
