هالنډ له یوې سرګردانه کښتۍ څخه ۳۶ افغان کډوال ژغورلي دي

د هالنډ چارواکو اعلان کړی چې ۳۶ کسان یې، چې ټول د افغانستان وګړي دي، له یوې سرګردانه ربړي کښتۍ څخه ژغورلي دي.

د هالنډ د شاهي پوځي پولیسو ویاند، دورون والین، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: «دا لومړی ځل دی چې موږ د هالنډ په اوبو کې له داسې پېښې سره مخ کېږو، خو لا هم نه پوهېږو چې کښتۍ له کوم ځای څخه حرکت کړی و.»

د ژغورنې عملیات د هالنډ په سوېلي ساحلونو کې، د برسکنس ښار ته نږدې په اوبو کې ترسره شوي دي. دغه ښار د شمالي سمندر په هغې غاړه کې پروت دی چې د بریتانیا پر وړاندې واقع دی.

په دې ربړي کښتۍ کې ۳۸ نارینه سپاره وو، چې ۳۶ تنو یې ځانونه افغانان او دوو نورو یې ځانونه د سوډان وګړي معرفي کړي دي.

والین ویلي، د سوډان دوه وګړي د انسانانو د قاچاق په شک نیول شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د دې کښتۍ موخه کوم ځای ته رسېدل وو.

د نوموړي په وینا، د کښتۍ سپرو کسانو هېڅ ډول هویتي اسناد نه لرل او د ژغورنې واسکټونه یې هم نه وو اغوستي.

کښتۍ چې انجن یې نه درلود، په اوبو کې سرګردانه پاتې شوې وه او په «ډېر خطرناک» وضعیت کې وه، له همدې امله چارواکو د ژغورنې عملیات پیل کړل.

یاده کښتۍ د کادزاند کلي ته ولېږدول شوه او هغو کسانو ته چې اړتیا یې لرله، لومړنۍ مرستې برابرې شوې.

وروسته د کښتۍ ۳۶ سپاره کسان د سیمې یوه نږدې د استوګنې مرکز ته ولېږدول شول.

والین ویلي چې د دې پېښې په اړه به څېړنې د یکشنبې په ورځ پیل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته