د اسراییلو په بریدونو کې په غزه کې اته کسان وژل شوي دي

مرستندویانو او د حماس تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د اسراییلو په تازه بریدونو کې د غزې پر تړانګه لږ تر لږه اته کسان وژل شوي، چې پنځه تنه یې د پولیسو کارکوونکي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه نن (یکشنبه، د لړم ۱۰مه) د غزې ښار او د دې سیمې په سوېل کې د خان یونس په ښار کې ترسره شوي دي.

مرستندویانو ویلي، د اسراییلو په یوه هوايي برید کې د غزې ښار لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په یوه بل برید کې د خان یونس په ښار کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې په خان یونس کې یې پر څو «وسلوالو» بریدونه کړي، خو د غزې ښار د برید په اړه یې څه نه دي ویلي.

د امریکا په منځګړیتوب د تېر کال له اوربند سره سره، د اسراییلو بریدونه پر غزې لا هم دوام لري.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي. اسراییلو هم په دې موده کې د خپلو څلورو سرتېرو وژل کېدل تأیید کړي دي.

په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییلي ښارونو د حماس له برید سره پیل شوه. په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او د حماس ځواکونو تر ۲۰۰ ډېر نور کسان یرغمل کړل.

فلسطیني چارواکو ویلي، چې له هغه وخت راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې پر غزې لږ تر لږه ۷۴ زره کسان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، وژل شوي او د دې سیمې د وګړو لویه برخه بې‌ځایه شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته