ملي اردو

تېره یوه اونۍ ختیځ کې ۱۴۷ افغان ځواکونو، طالبانو او ملکیانو ته مرګ-ژوبله اووښتې

خبریال: جان اغا صالح

د ملي اردو چارواکي وایي، تېره یوه اونۍ د ختیځ زون په ځینو ولایتونو کې یوولس امنیتي پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې سلو وسله والو طالبانو ته مرګ – ژوبله اووښتې.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (دوشنبه، ۱۳ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره اونۍ په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړو او د عملیاتو پرمهال ۴۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د ښاغلي صاحبزاده په خبره وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبان سیمه ییز قومندانان او د سرې قطعې مهم غړي هم شامل دي.

صاحبزاده وایي، ډیره مرګ ژوبله یې د ختیځ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته اړولې او هم یې د ګڼو ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی دی.

سید مقصود صاحبزاده زیاتوي: «په تیره یوه اونۍ کې په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۴۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي او همدارنګه په وژل شویو او ټپیانو کې د وسله والو طالبانو مهم قومندانان او د سرې قطعې غړي هم شامل دي.»

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند وایي، ډیره مرګ ژوبله یې د ختیځ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته اړولې او هم یې د ګڼو ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی دی.

د ښاغلي صاحبزاده په خبره د یادو عملیاتو پرمهال یې ګڼ شمیر وسله وال طالبان ژوندي نیولي، چې په کې پاکستاني اتباع هم شامل دي او همدارانګه یې یو شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي. د صاحبزاده په خبره په یاده موده کې یې درې امنیتي سرتیري ټپیان شوي هم دي.

صاحبزاده وایې، تازه یې تیره شپه د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو ملي امنیت شپني عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو دوه لوی مرکزونه کشف او له منځه وړي دي.

نوموړی زیاتوي، طالب وسله والو تیره شپه پلان درلود، چې د سره رود ولسوالۍ په غازي بابا او کړسو خوړ پوستو باندې بریدونه ترسره کړي چې د یادو بریدونو مخنیوي په موخه یې ځواکونو شپني عملیات ترسره کړل چې د برید پلان یې شنډ شو.

سید مقصود صاحبزاده زیاتوي: «تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو دوه لوی مرکزونه له منځه وړي په همدې شپه وسله والو طالبانو پلان درلود، چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي خو موخې ته ونه رسیدل او هم امنیتي ځواکونو د ختیخ په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو طالبانو مهم قومندانان هم وژلي او ځیني بهرني اتباع یې چې د وسله والو طالبان سره یې همکاري کوله او یا د هغوی په لیکو کې د افغان ځواکونو په مقابل کې جګړه کوله څه وژل شوي او څه یې ژوندي نیول شوي دي.»

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند وایي، د یادو عملیاتو پرمهال یې ګڼ شمیر وسله وال طالبان ژوندي نیولي، چې په کې پاکستاني اتباع هم شامل دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دوی ته وراوښتې مرګ – ژوبله ردوي او وایي، د ننګرهار په شیرزادو او د خوږیاڼو په بیلابیلو سیمو کې یې د افغان امنیتي ځوکونو پر پوستو بریدونه کړي چې پرمهال یې له پنځلسو ډیر سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې او هم یې له امنیتي ځواکونو یو شمیر پوستې او مهمات هم نیولي دي.

مجاهد زیاتوي:  «نه داسې نه ده، کومه ادعا چې افغان حکومت کوي مونږ ته تلفات نه دي اوښتي خو مونږ دوی ته تلفات اړولي په شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې له امنیتي ځواکونو مو پوستې او مهمات هم نیولي، خو زمونږ جنګیالیو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې زه یې ادعا ردوم.»

همدا تېره اونۍ د کونړ د ولایت پر ودانۍ د هاوان مرمۍ پر هغه ځای ولګیده چېرته چې د قران کریم د حسن قرائت سیالۍ روانې وې، چې له امله یې د سیالۍ ۱۶ حافظان ټپیان شول.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوی ته اووښتې مرګ – ژوبله ردوي او وایي، د ننګرهار شیرزادو او د خوږیاڼو کې یې ۱۵ سرتیرو ته مرګ-ژوبله اړولې او څو پوستې یې نیولي دي.

د کونړ والي اقبال سعید وویل، یاده مرمۍ وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې او له همدې پېښې دوه ورځې وروسته یوه بله د هوان مرمۍ د کونړ د ولایت پرمقام وتوغول شوه، خو له ودانۍ لرې ولګیده چې تلفات یې نه لرل.

له دې څو ورځې وروسته د ننګرهار ولایتي چارواکو خبر ورکړ چې د دې ولایت د شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د هوان مرمۍ د ملکي وګړو پر کور توغول شوې چې له امله یې یوه میرمن او درې ماشومان وژل شوي وو.

هم مهاله د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ په سدې سیمه کې وسله والو کسانو هغه اته تنه په نښه کړل چې له تراویح له لمانځه وروسته کور ته ستنیدل.

له دې پېښې وروسته یوه شپه وروسته د لغمان په بدیع اباد سیمه کې ناپيژنده وسله والو د قومي مشر لعل اغا د تراویح لمانځه پرمهال وسله وال برید وکړ چې د نوموړي په ګډون درې تنه په کې ووژل شول.

 همدا شان د تیرې پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د سړک غاړې ماین د دې ولایت د برښنا ریاست شپږ هغه کارکوونکي ټپیان کړل چې دفتر ته پر لاره ول. خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې ولایت یې د عملیاتو پرمهال وسله وال طالبان او داعش ډله ځپلې چې اوس یې د ملکي وګړو وژلو ته په ښار او ولسوالیو کې مخه کړې تر څو حکومت کمزوری ثابت کړي.

تېره اونۍ کونړ کې د قران کریم حافظانو پر غونډې توغندیز برید کې ګڼ شمېر ګډونوال ټپیان شول.

خوږیاڼی وایي، د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ځپلو په موخه یې د دې لایت په بیلابیلو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې پر مټ یې اوسمهال د ننګرهار دوه ویشت ولسوالیو ته د تګ راتګ لارې پرانیستل شوي په داسې حال کې چې کال وړاندې دا لارې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې وې.

خوږیاڼی زیاتوي: «مونږ په پوره قدرت سره هڅه کوو چې خلکو ته امنیت رامنځته کړو او خلک وکولای شي چې په ارامه فضا کې ژوند وکړي، خو دښمن کله کله د ولس په منځ کې بریدونه کوي او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي خو مونږ کرار نه یو ناست د دولت د مخالفینو وسله والو پر ضد مو عملیات پیل کړي دي او دا به تر هغې دوام کوی چې امن نه وي راغلی.»

په همدې حال کې د ننګرهار د حوزوي روغتون مسوولین وایي، چې په تیره یوه اونۍ کې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ۱۴ امنیتي پېښې رامنځته شوي، چې له ډلې یې ۷ بمي چاودنې وې.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر نن (دوشنبه، ۱۳ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په تیره یوه اونۍ کې له ۱۴ امنیتي پېښو یې روغتون ته د ملکي وګړو او نظامیانو په ګډون له سلو ډیرو مړي او ټپیان راوړل شوي چې له ډلې ۲۶ وژل شوي وو او ۷۵ نور ټپیان وو.

 ګلزاده سنګر زیاتوي: «په تیره یوه اونۍ کې د ننګرهار له مرکز او ولسوالیو کې څلوارلس امنیتي پېښې رامنځته شوي چې له امله یې ۲۶ جسدونه او ۷۵ ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي چې په دوی کې ملکي وګړي او نظامیان شامل دي زیاتره یې له بمي چاودنو روغتون ته راوړل شوي دي.»

خو په ختیځو ولایتونو کې نورستان بیا هغه یوازینی ولایت دی چې له تیرې څو میاشتو راهیسې په کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.