ځایي سرچینې وایي چې د کابل ـ جلالاباد لویه لاره د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه لویه لاره له تېرې شپې راهیسې (یکشنبې، د تلې ۱۹مه) د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو په سیمه کې د سېلابونو له امله تړل شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې د سېلابونو له امله لویې ډبرې د دې لارې پر بېلابېلو برخو راغورځېدلې دي او له همدې امله موټر نه شي کولای پر دې لاره تګ راتګ وکړي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تر اوسه د دې لارې د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
