د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د ایران د چابهار په بندر کې د دغه هېواد له خاورې ۱۱۰ هکټاره ځمکه افغانستان ته د پانګونې لپاره سپارل کېږي. هغه ویلي، دا موضوع د ایران د یوه پارلماني استازي د څرګندونو په اړه «څرګند ناسم پوهاوی» و.
بقايي نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) په خپله اوونیزه خبري ناسته کې ویلي: «دا په بشپړه توګه روښانه ده چې د خاورې او ځمکې سپارل په هېڅ ډول ممکن نه دي.»
هغه زیاته کړې، چې افغانستان ته د ځمکې د اجارې موضوع په رسمي ډول نه وه مطرح شوې، بلکې د یوې رسمي ناستې په څنډه کې او افغانستان ته د ایران د یوه وزیر د سفر پر مهال یاده شوې وه. د هغه په وینا، په هغه وخت کې ویل شوي وو چې ایران به دا موضوع وڅېړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې «د خاورې د سپارلو او ورته نورو موضوعاتو په اړه راپورته شوې خبرې او ناندرۍ هېڅ بنسټ نه لري.»
تر دې وړاندې د ایران د پارلمان د تولید د ملاتړ ځانګړي کمېسیون مشر محسن زنګهنه ویلي وو، چې د چابهار بندر په ځانګړې اقتصادي سیمه کې افغانستان ته د ۱۱۰ هکټاره ځمکې د ځانګړي کولو په اړه له طالبانو سره لومړنۍ هوکړه شوې ده.
هغه کابل ته تر سفر وروسته له «سحر شبکې» سره په خبرو کې ویلي وو، چې دا هوکړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره شوې، څو د ترانزیټ خنډونه لرې، ازادو اوبو ته د افغانستان مستقیم لاسرسی اسانه او د افغان سوداګرو د سوداګریزو فعالیتونو او پانګونې لپاره زمینه برابره شي.
د نوموړي دغو څرګندونو په ایران کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو او ځینو کسانو دا د افغانستان په ګټه د ایران د خاورې د «سپارلو» په معنا بللې وه.
