په منځني ختیځ کې د روانو ترینګلتیاوو او د نړۍ په کچه د تېلو د عرضې د محدودېدو په اړه د اندېښنو په دوام، د برنټ تېلو بیه نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) په هر بېرل کې له ۱۰۵ ډالرو لوړه شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د شمال سمندر د برنټ خامو تېلو بیه ۰.۸ سلنه لوړه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۵.۶۰ ډالرو ته رسېدلې ده. همدارنګه، د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه ۰.۹ سلنه لوړه شوې او په هر بېرل کې ۹۲.۶۹ ډالرو ته رسېدلې ده.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې ادعا په اړه شکونه، چې ګواکې د اوکراین او روسیې ترمنځ «د انرژۍ اوربند» شوی، وروسته له هغې زیات شول چې نوموړي په ناڅاپي ډول له مسکو څخه د ډیزلو د پېرلو د هوکړې اعلان وکړ. دې وضعیت په بازارونو کې بېثباتي نوره هم زیاته کړې ده.
په بریتانیا کې د «ساکسو» شرکت ستراتیژۍ شنونکي نیل ویلسن ویلي: «د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض هوايي ډګر د تېرې اوونۍ په پای کې له بریدونو وروسته، د تېلو بیه لا هم په هر بېرل کې له ۱۰۰ ډالرو لوړه ده، په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ د اوربند هڅې له ابهام سره مخ دي.»
هغه زیاته کړې: «په همدې حال کې، د روسیې څخه د یو څه ډیزلو د پېرلو په اړه د امریکا هوکړه د ټول بازار په پرتله په سمندر کې د یوه څاڅکي په څېر ده.»
روسیې د دوشنبې په ورځ له دې څرګندونې ډډه وکړه چې ایا له اوکراین سره یې د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو د درولو په اړه کومه هوکړه کړې ده که نه.
د روسیې دا دریځ یوه ورځ وروسته له هغې څرګند شو، چې ټرمپ په یو اړخیز ډول د «انرژۍ اوربند» د ټینګښت اعلان وکړ او په دې اړه یې ابهامونه رامنځته کړل.
ټرمپ وروسته له هغې له اوکراین وغوښتل چې «نوی مشر وټاکي»، چې د دغه هېواد ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د روسیې پر ډیزلو د امریکا د بندیزونو د نرمولو په اړه نیوکه وکړه.
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو تر ترسره کېدو څو اوونۍ پاتې دي او نوموړی د سونتوکو له لوړو بیو سره لاس او ګرېوان دی.
په همدې حال کې، د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر منلې ده چې د دغه هېواد زیربناوې او د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا یې له ازموینې سره مخ شوې ده.
