د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته خبرداری ورکړ: د «ترهګرو» پر ضد د اقدام نه کولو پایلې به ووینئ

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی، چې «که د افغانستان د طالبانو رژیم د هغو ترهګرو پر ضد اقدام ونه کړي چې د دغه هېواد له خاورې فعالیت کوي، په پای کې به یې له پایلو سره مخ شي».

د «جیو نیوز» د راپور له مخې، هغه د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ (آی‌اېس‌اېس‌آی) په نړیوال کنفرانس کې، چې «په پاکستان کې د ترهګرۍ بدلېدونکی وضعیت» نومېده، ویلي: «که د افغانستان حکومت د ترهګرو پر ضد اقدام ونه کړي، یوه ورځ به پخپله اړ شي چې له پایلو سره یې مخ شي.»

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، دغه هېواد څو ځله له افغان چارواکو غوښتي چې اجازه ورنه کړي د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.

هغه زیاته کړې: «پاکستان له افغانستانه یوازې یوه غوښتنه لري؛ دا هېواد باید اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې د ترهګرۍ لپاره کار واخیستل شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دغه هېواد د ترهګرۍ په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې دي، خو د هغه په وینا، طالبانو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته عمل نه دی کړی.

اسحاق ډار خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او د نورو وسله‌والو ډلو شتون سیمه‌ییزې سولې ته ګواښ پېښوي. هغه د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ترهګرو د وسلو برابرولو او د هغوی د ملاتړ نورو بڼو ته سمدستي پای ورکړي.

ډار ویلي، ترهګري لا هم د سیمې او نړۍ تر ټولو ستره ننګونه ده او زیاته کړې یې ده، چې پاکستان د وسله‌والو پر ضد مبارزه کې درانه زیانونه ګاللي دي.

هغه ویلي: «پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې تر ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي دي» او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغه هېواد تلفات په رسمیت وپېژني.

پاکستاني چارواکي وایي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې، د پولې هاخوا ترهګریز بریدونه، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې، په څرګند ډول زیات شوي دي.

پاکستان د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې په تېرو ۱۲ کلونو کې د وسله‌والو بریدونو تر ټولو لوړه میاشتنی شمېر ثبت کړی دی.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو ۲۲۵ بریدونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې د اګست په میاشت کې د دغو بریدونو شمېر ۱۹۹ و.

دغه شمېرې د بریدونو ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د وسله‌والو بریدونه پرله‌پسې درېیمه میاشت هم زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو څو ځله ویلي، چې پاکستانۍ وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه پیغام کې ویلي، پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر طالبانو نه اچوي، بلکې د خپلو خلکو نظرونو او حقونو ته دې درناوی وکړي.

هغه ویلي: «د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچول د پاکستاني چارواکو لپاره د هېڅ ستونزې حل نه دی؛ د پاکستان دننه سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ننګونې د اندېښنې وړ دي او د ټولې سیمې لپاره منفي پایلې لري.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته