ایران: له افغانستان سره پر پوله د صنعتي نشه‌يي توکو نیول څلور برابره زیات شوي

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي پولیسو قومانداني وايي، له افغانستان سره پر پوله د صنعتي نشه‌يي توکو د نیولو کچه څلور برابره لوړه شوې ده.

د خراسان رضوي د سرحدي پولیسو قوماندان مجید شجاع نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) له ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره پر پوله یو نیم ټن نشه‌يي توکي، چې تریاک، هیروین او صنعتي نشه‌يي توکي پکې شامل دي، نیول شوي دي.

شجاع ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې له افغانستان سره د دغه ولایت پر پوله د ټولو نشه‌يي توکو د نیولو کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره او د صنعتي نشه‌يي توکو، په ځانګړي ډول «شیشې» د نیولو کچه څلور برابره لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د خراسان رضوي او افغانستان ترمنځ پر پوله د نیول شویو نشه‌يي توکو ډېره برخه تریاک او د هغو مشتقات، لکه هیروین او مورفین دي؛ خو شاوخوا ۳۰ سلنه نیول شوي توکي صنعتي نشه‌يي مواد جوړوي.

د شجاع په وینا، که څه هم د نیول شویو ټولو نشه‌يي توکو په منځ کې د صنعتي موادو ونډه ۳۰ سلنه ده، خو د تېر کال په پرتله د افغانستان پر پوله د شیشې او نورو صنعتي نشه‌يي توکو د نیولو کچه څلور برابره شوې ده.

د خراسان رضوي د سرحدي پولیسو قوماندان ویلي، د صنعتي نشه‌يي توکو د بیو لوړېدل او په افغانستان کې د دغو موادو د تولید زیاتېدل هغه عوامل دي، چې د ایران پر پولو د نیول شویو نشه‌يي توکو په منځ کې یې د شیشې ونډه زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر هم تایید کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د دودیزو نشه‌يي توکو د کښت او سوداګرۍ پر وړاندې تر اقداماتو وروسته، د صنعتي نشه‌يي توکو تولید، سوداګري او کارول زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، اوس مهال مېتامفېټامین یا شیشه د سوېل لوېدیځې اسیا او منځني ختیځ په سیمه کې د امفېټامیني محرکو موادو په ډله کې د نیول شویو نشه‌يي توکو لویه برخه جوړوي. دغه راز، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو شاوخوا اووه سلنه کاروونکي شیشه کاروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته