د سویډن د علومو اکاډمۍ اعلان کړی، چې امریکايي اقتصادپوهان «رابرټ اې. هال» او «مایکل ووډفورډ» د ۲۰۲۶ میلادي کال د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکي شوي دي.
دې اکاډمۍ نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) ویلي، چې دغو دوو څېړونکو د «اقتصاد د کوچنیو واحدونو د بنسټونو» او «د لوی اقتصاد د ثبات د سیاستونو» په برخو کې د څېړنو له امله د نوبل جایزه ګټلې ده.
د سویډن د علومو اکاډمۍ ویلي، د سږ کال د اقتصاد نوبل جایزې ګټونکو د لوی اقتصاد په برخه کې نوي ماډلونه رامنځته کړي، چې د اغېزمنو اقتصادي ثباتي سیاستونو د پلي کولو وړتیا یې د پام وړ ښه کړې ده.
دې بنسټ زیاته کړې: «د دغو ماډلونو پر بنسټ، هغه مالي او پولي اقدامات چې پر مناسب وخت پلي شي، د اقتصاد لوړې ژورې کمولای شي.»
رابرټ اې. هال په ۱۹۴۳ کال کې د امریکا د کالیفورنیا ایالت کې زېږېدلی دی. هغه په ۱۹۶۷ کال کې د امریکا د ماساچوسټس ټکنالوژۍ انسټیټیوټ څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړی او اوس د کالیفورنیا په سټنفورډ پوهنتون کې استاد دی.
مایکل ووډفورډ هم په ۱۹۵۵ کال کې د امریکا د ماساچوسټس ایالت کې زېږېدلی دی. هغه په ۱۹۸۳ کال کې د امریکا د ماساچوسټس ټکنالوژۍ انسټیټیوټ څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړی او اوس د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې استاد دی.
