د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ د سونتوکو له هوکړې وروسته داسې احساس کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورسره خیانت کړی دی.
زلنسکي دا خبره له «پیرز مورګان» سره په مرکه کې کړې، چې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) خپره شوې ده.
کله چې له زلنسکي وپوښتل شول چې ایا د ټرمپ ادارې ورسره «خیانت» کړی، هغه په ځواب کې وویل: «هو.»
د اوکراین ولسمشر دغه هوکړه د کرملین لپاره «یوه اسانه بریا» وبلله او ویې ویل: «د خواشینۍ خبره ده چې موږ یو پیاوړی شریک له لاسه ورکوو.»
هغه زیاته کړه: «دا زموږ هېواد دی، زموږ بدنونه دي، زموږ کورونه دي، زموږ ماشومان دي… له همدې امله دردونکې ده چې ټرمپ د یوه لوري ملاتړ غوره کوي.»
زلنسکي وویل: «که د دواړو لورو ترمنځ په منځ کې یاست، باید په منځ کې پاتې شئ، نه د ناسم لوري خوا ته. هغه لوری چې ټرمپ ورسره ولاړ دی، د تاریخ سم لوری نه دی. روسیه غواړي ټرمپ کمزوری وي.»
زلنسکي، د هغه اروپايي متحدان او د امریکا په کانګرس کې یو شمېر جمهوريپال د ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له نوې هوکړې سره سخت مخالفت لري.
دا هوکړه یوازې په امریکا کې د سونتوکو د برابرولو لپاره د روسیې د ډیزلو د پلور د اجازې په اړه نه ده، بلکې له مخې یې اوکراین هم د روسیې د تېلو پر تاسیساتو له بریدونو منع شوی دی. همداراز، کییف وايي چې ایلان ماسک د دغه هېواد د امنیتي ادارو لپاره د سټارلینک (سټارشیلډ) پوځي خدمتونه کم کړي دي.
زلنسکي ادعا کړې چې روسي ځواکونو د شپې له خوا د درنو بریدونو په ترسره کولو سره هڅه کړې، د سټارلینک له ګډوډۍ ګټه واخلي.
هغه وویل، اوکرایني ځواکونه له دې سیسټم څخه د روسیې او ایران د «شاهد» ډوله جټچټکو بېپیلوټه الوتکو پر وړاندې د دفاع لپاره کار اخلي.
زلنسکي خبرداری ورکړ: «په اوکراین کې د سټارلینک د خدمتونو کمول یوه لویه تېروتنه ده. دا پرېکړه به د ډېرو انسانانو د مرګ لامل شي… خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي.»
هغه زیاته کړه: «ایلان ماسک ته زما پیغام بشپړ روښانه دی. هیله لرم چې دا یوازې یوه تېروتنه یا لویه تخنیکي ستونزه وي. موږ له هغه غواړو چې خدمتونه بېرته فعال کړي.»
د اوکراین د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو زلنسکي وویل، نه ټرمپ، نه ایلان ماسک او نه هم د نړۍ بل هر څوک کولای شي د اوکراین ولسمشر وټاکي.
زلنسکي وویل: «ځینې بانفوذه کسان غواړي زه بدل کړي، خو زه به هېڅکله دا ونه منم چې د اوکراین خاوره د روسیې خاوره وبلل شي.»
هغه ټینګار وکړ چې یوازې د اوکراین خلک کولای شي خپل ولسمشر وټاکي او که بل څوک د هغه ځایناستی شي، هغه به هم د هېواد دفاع کوي.
