د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، ایران او روسیه د افغانستان د مسئلو په اړه ګډ نظر لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې.
هغه وویل: «موږ د افغانستان د مسئلو، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه ګډ نظر لرو.»
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ایران او روسیې له دې ډلې سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې دي. خو روسیه اوس مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی، په داسې حال کې چې ایران لا هم دې کار ته چمتو شوی نه دی.
تر دې سربېره، د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، خو طالبان په افغانستان کې د دغو ډلو شتون نه مني.
