د حوثیانو په توغندیز برید کې د یمن ۳۰ حکومتي سرتېري وژل شوي

د یمن د حکومت پوځي سرچینو تایید کړې چې د دغه هېواد د تېلو لرونکې شبوه ولایت په یوه پوځي کمپ د حوثیانو په برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۰ نور ټپیان دي.

دوو پوځي سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، حوثیانو د دوشنبې په ورځ د درېیو بالستیک توغندیو په وسیله د العلم پوځي کمپ په نښه کړی دی.

په دغه کمپ کې د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت ملاتړي ځواکونه مېشت دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند ماجد النزیلي پر اېکس لیکلي چې «حوثي وسله‌والو شبوه د درېیو بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړې ده».

هغه ویلي، په دې برید کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو د غړو د روزنې یو مرکز په نښه شوی دی.

په شبوه کې د یمن د حکومت یوې پوځي سرچینې ویلي، پوځ اندېښنه لري چې دغه بریدونه ښايي د ځمکني برید لپاره زمینه برابره کړي؛ داسې برید چې «په مخا کې د پېښې په څېر» وي. په هغه پېښه کې حوثیانو د یمن د سره سمندرګي پر ساحل، د باب‌المندب تنګي ته نږدې، د مخا ستراتیژیک بندري ښار نیولی و.

دغه سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، زیاته کړې چې حوثیانو د یکشنبې په ورځ هغه سړک تړلی چې د شبوه ولایت، چې د حکومت تر کنټرول لاندې دی، د البیضا له ولایت سره نښلوي. البیضا د حوثیانو تر کنټرول لاندې دی.

د سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې دوی له دې لارې له تګ راتګ څخه منع شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته