د مصر پارلمان له سعودي عربستان سره د پوځي ملاتړ په اړه رایه اچونه یوه اوونۍ وځنډوله

د مصر پارلمان له حوثیانو سره په جګړه کې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د اجازې ورکولو په اړه رایه اچونه یوه بله اوونۍ ځنډولې ده.

د مصر دولتي ورځپاڼې «الاخبار» راپور ورکړی چې ټاکل شوې د دې موضوع په اړه بحثونه د روانې میلادي میاشتې په ۲۶مه بېرته پیل شي.

د مصر پارلمان پرون هم په دې اړه پرېکړه یوه ورځ ځنډولې وه، څو ټولو استازو ته فرصت ورکړل شي چې خپل نظرونه څرګند او وړاندیزونه مطرح کړي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د شنبې په ورځ د دغه هېواد له پارلمان څخه وغوښتل چې له سعودي عربستان سره د پوځي ملاتړ د اجازې ورکولو په اړه د رایې اچونې لپاره بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د مصر پارلمان تر اوسه په دې اړه دوه غونډې کړې دي، خو د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دواړه غونډې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.

د مصر پارلمان دوو غړو د یکشنبې په ورځ دغه خبري اژانس ته ویلي وو چې لا هم په دې اړه پرېکړه نه ده شوې، خو د پارلمان ډېری استازي د دې وړاندیز ملاتړ کوي.

د مصر ولسمشر ویلي وو چې د قاهرې لپاره دا «د تصور وړ نه ده» چې د سعودي عربستان امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ وي او مصر لاس تر زنې کښېني او هېڅ اقدام ونه کړي.

هغه ټینګار کړی و چې مصر «له هېچا سره د مقابلې او پر هېڅ لوري د برید نیت نه لري» او زیاته کړې یې وه چې «زموږ خبره د دفاع په اړه ده».

د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ترمنځ، چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي د یمن د حکومت ملاتړ کوي، له یوې لسیزې راهیسې روانه جګړه د جولای په میاشت کې یو ځل بیا شدیده شوې ده.

حوثیانو د سپټمبر په میاشت کې د سره سمندرګي پر غاړه د یمن د ساحلي سیمو یوه لویه برخه ونیوله او له هغه وخت راهیسې یې پر سعودي عربستان بریدونه کړي دي.

حوثیانو په دغو بریدونو کې د سعودي عربستان د دولتي تېلو شرکت «ارامکو» تاسیسات او د ریاض نړیوال هوايي ډګر هم په نښه کړي دي.

مصر په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ په پوځي مداخله کې برخه واخیسته او اوس هم د حوثیانو پر ضد د عربي ایتلاف رسمي غړی دی، خو په تازه جګړه کې یې لا پوځي مداخله نه ده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته