د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستان سره د افغانستان په ختیځ او سوېل کې د مهمو سرحدي لارو د اوږدې مودې تړل کېدو، د سوداګرۍ دودیزې لارې ګډوډې کړې او په دغه هېواد کې یې د توکو د اکمال پخوانۍ شبکې بدلې کړې دي.
د ملګرو ملتونو اړوند دې ادارې په هغه راپور کې چې نن (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) خپور کړی، ویلي چې د افغانستان بازارونه اوس په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا څخه پر وارداتو متکي شوي دي، چې له امله یې د توکو د لېږد موده اوږدېږي او د ترانسپورټ لګښتونه لوړېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دغه بدلونونه، د سونتوکو د بیو له لوړوالي، په سیمهییزه سوداګرۍ کې له ناڅرګندتیا او پر وارداتي توکو له اتکا سره یوځای، لا هم د افغانستان پر بازارونو د بیو او د کورنیو د پېرلو پر وړتیا فشار واردوي.
پاکستان شاوخوا یو کال مخکې له طالبانو سره د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته له افغانستان سره خپلې ټولې ځمکنۍ پولې وتړلې، چې ورپسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او راکړه ورکړه ودرېده.
اوس د افغانستان ډېری اړین توکي له ایران او ورپسې د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردېږي، چې د پاکستان له لارې د وارداتو په پرتله ډېر لګښت لري او په پایله کې یې په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل نوي راپور کې د افغانستان د اقتصاد عمومي وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د کورنۍ تقاضا او د کډوالو د بېرته راستنېدو په ملاتړ د دغه هېواد اقتصاد د ښه کېدو پر لور روان دی، خو د نفوس چټکه وده د سړي سر عاید او د ژوند د معیارونو د پام وړ ښه کېدل محدودوي.
دې ادارې زیاته کړې چې د کاري فرصتونو محدودوالی، کمزورې پانګونه او له کاري ځواک څخه د ښځو لرې ساتل، لا هم د کورنیو عاید او د افغانستان د اقتصاد عمومي ظرفیت محدودوي.
د راپور له مخې، پراخه بېوزلي، د معیشت ناامني او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د کورنیو د ستونزو پر وړاندې د مقاومت وړتیا او د بازار د ناڅاپي بدلونونو د زغملو توان لا پسې کمزوری کوي.
انفلاسیون
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د عمومي انفلاسیون کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۸ سلنه وه.
د دې ادارې په وینا، په همدې موده کې د خوراکي توکو انفلاسیون اته سلنې او د غیرخوراکي توکو انفلاسیون ۷.۷ سلنې ته رسېدلی و.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د خوراکي توکو، کورونو، روغتیا او ترانسپورټ د لګښتونو لوړوالی لا هم په افغانستان کې د کورنیو پر بودیجو دروند بار دی.
د سونتوکو د بیو لوړوالی
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د ډیزلو د بیې لوړوالي ته هم اشاره کړې ده.
د راپور له مخې، په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د ډیزلو بیه ۴.۷ سلنه لوړه شوې او په هر لېټر کې ۸۰.۳ افغانیو ته رسېدلې ده.
په راپور کې راغلي چې دا بیه د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه او د تېرو درېیو کلونو له منځنۍ کچې ۱۹ سلنه لوړه ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ډیزلو د بیې لوړوالي په افغانستان کې د ترانسپورټ او په بازارونو کې د فعالیتونو عملیاتي لګښتونه زیات کړي دي.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری سونتوکي له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي، خو د ایران د جګړې له پیل، د هرمز تنګي له تړل کېدو او په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو له لوړوالي وروسته، د افغانستان په بازارونو کې هم د سونتوکو بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي.
