کریسټین امانپور، مشهوره خبریاله او د سياېناېن خبري شبکې لوړپوړې نړیواله ویانده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کابل ته تللې وه او د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره یې مرکه کړې وه، اعلان کړی چې د راتلونکي میلادي کال په جون میاشت کې به له دې شبکې څخه ووځي.
امانپور نن (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «له میاشتو فکر کولو او څو بېخوبۍ شپو وروسته مې پرېکړه وکړه چې له سياېناېن څخه جلا شم؛ له هغې ملګرې ادارې سره چې ۴۳ فوقالعاده کلونه مو یوځای تېر کړي دي!»
کریسټین امانپور د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د افغانستان بدلونونه هم له نږدې څارلي دي نوموړې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته سفر وکړ او د «افغانستان لپاره جګړه» په نوم یې مستند فلم جوړ کړی.
هغې په هغه وخت کې د طالبانو له پخواني لوړپوړي چارواکي شیرمحمد عباس ستانکزي سره هم مرکه کړې وه.
امانپور په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې یو ځل بیا کابل ته سفر وکړی او دا ځل یې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره مرکه وکړه.
نوموړې په دې مرکه کې اعتراف وکړی چې د خپل زړه د غوښتنې خلاف یې حجاب اغوستی و. دا مرکه په داسې حال کې ترسره شوه چې سراجالدین حقاني تر هغه وخته په ندرت سره په عام محضر کې راڅرګند شوی و.
۶۸ کلنې امانپور له سياېناېن څخه د خپل جلا کېدو په اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې «په راتلونکي کې نوو او په زړه پورې پروژو ته په لېوالتیا سترګې په لار ده».
د سياېناېن مشر مارک تامپسن نوموړې «په نړیواله کچه له تر ټولو باوري او محبوبو خبریالانو څخه یوه» بللې ده هغه ویلي چې دا شبکه به د نوموړې تر وتلو مخکې، راتلونکی کال، د هغې د ستاینې لپاره ځانګړی فرصت برابر کړي.
د سياېناېن مشر ویلي چې د امانپور له وتلو ډېر خواشینی دی، خو منلې یې ده چې اوس د نوموړې لپاره له شخصي او مسلکي پلوه مناسب وخت دی.
کریسټین امانپور د ۱۹۵۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې په لندن کې د یوه ایراني پلار او بریتانوۍ مور په کورنۍ کې زېږېدلې او د ماشومتوب یوه برخه یې په تهران کې تېره کړې ده.
نوموړې په ۱۹۸۳ میلادي کال کې له سياېناېن سره یوځای شوه او د ایران او عراق جګړې، د خلیج جګړې، د بوسنیا جګړې او په ختیځه اروپا کې د کمونیزم د سقوط په ګډون یې مهم نړیوال خبرونه د دې شبکې لپاره پوښښ کړي دي.
کریسټین امانپور اوس مهال د سياېناېن د «امانپور» په نوم د یوه مشهور پروګرام کوربنه ده او د نړۍ له بېلابېلو مشرانو سره یې مرکې کړې دي.
نوموړې همداراز د امریکا د «پيبياېس» شبکې لپاره د «امانپور او ملګري» پروګرام کوربنه هم ده؛ خو ټاکل شوې چې د دغه پروګرام خپرونې د روان میلادي کال په پای کې ودرول شي.
