د فرانسې حکومت د تاوتریخجنو اعتراضونو او د هټیو د لوټلو د پېښو له پراخېدو وروسته، د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو، په ګډون د پاریس، بوردو، نیس او لیون، کې ګرځبندیز لګولی دی.
د «فرانس ۲۴» خبري شبکې راپور ورکړی چې دغه محدودیتونه د دوشنبې په شپه (د تلې ۲۷مه) پلي شوي دي.
د دغه رسنۍ د راپور له مخې، په پاریس کې د جمهوریت په میدان او د «لهال» سیمې په شاوخوا سړکونو کې د شپې له ۱۱ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې پر ګرځېدو بندیز لګېدلی دی.
په نیس ښار کې د دوشنبې له شپې راهیسې د ښار په مرکزي برخه کې د کمعمره کسانو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی چې د اکتوبر تر ۲۵مې به دوام وکړي.
په لیون ښار کې هم د ښار په مرکزي برخه کې د شپې له ۹ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې د ګرځېدو محدودیت اعلان شوی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه محدودیتونه د «تاوتریخوالي د مهارولو او د اعتراضونو پر مهال د لوټمارۍ د مخنیوي» په موخه پلي شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز منلې چې پولیسو د روانې اوونۍ د اعتراضونو پر مهال په څو ښارونو کې د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې، د فرانسې لومړي وزیر سباستین لکورنو ویلي چې د ناکراریو د مهارولو لپاره د «بیړني حالت» اعلان هم رد شوی نه دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د شنبې ورځې څخه د دوشنبې تر ورځې پورې د اعتراضونو پر مهال نږدې ۲۴۰۰ اعتراض کوونکي نیول شوي او شاوخوا زر امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
دغه اعتراضونه د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي پر ضد او د پوهنې د بودجې په اړه د زدهکوونکو د غوښتنو په ملاتړ ترسره شوي چې د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو اوښتي دي. د دغو ناکراریو پر مهال یو شمېر عامه ودانۍ سوځول شوې او څو هټۍ لوټ شوې دي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له خلکو د «ارامۍ» غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې چې د اعتراضونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د کړنو په اړه به «بشپړ روڼتیا» موجوده وي.
