د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د تېر کال په ایران کې د ولسي اعتراضونو پر مهال ۷۵ زره کسان وژل شوي دي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) د کانزاس ایالت په یوه انتخاباتي غونډه کې ادعا وکړه چې د ایران حکومت په تېرو اتو میاشتو کې لږ تر لږه ۷۵ زره اعتراض کوونکي وژلي دي.
هغه وویل: «په تېرو اتو میاشتو کې یې لږ تر لږه ۷۵ زره اعتراض کوونکي وژلي دي. اورم چې ځینې کسان وايي، نه پوهېږم ولې دوی اعتراض نه کوي؛ پوهېږئ، دا کار لږ ستونزمن دی.»
ټرمپ په تېرو میاشتو کې هم د ایران د اعتراضونو د قربانیانو په اړه څو بېلابېلې شمېرې اعلان کړې او هر ځل یې دا شمېر لوړ ښودلی دی.
د امریکا ولسمشر د روان میلادي کال په فبرورۍ کې د کانګرس د هېواد د وضعیت په کلنۍ وینا کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ زره اعلان کړ. وروسته یې د اپرېل په لومړۍ نېټه دا شمېره ۴۵ زرو ته لوړه کړه او په ورپسې څرګندونو کې یې هم همدا شمېر تکرار کړ. هغه د جولای په میاشت کې د ۵۴ زره کسانو د وژل کېدو خبره وکړه او اوس یې په کانزاس کې د ۷۵ زره کسانو شمېره یاده کړې ده.
خو ټرمپ د دغو شمېرو لپاره کومه مشخصه احصایوي سرچینه یا د تایید وړ اسناد نه دي وړاندې کړي.
د ایران حکومت په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو رسمي شمېر درې زره او ۱۱۷ اعلان کړی او ویلي یې دي چې ځینې اعتراض کوونکي د هغو وسلهوالو کسانو په ډزو وژل شوي چې د اعتراض کوونکو په منځ کې وو.
د ایران د ولسمشرۍ دفتر د فبرورۍ په لومړیو کې د ۲ زره او ۹۸۶ وژل شویو کسانو نوملړ خپور کړ او ویې ویل چې د ۱۳۱ نورو قربانیانو هویت لا هم نه دی معلوم.
ایراني چارواکو د لسګونو زرو کسانو د وژل کېدو ادعاوې رد کړې او د دغو شمېرو د ثابتولو لپاره یې د اسنادو غوښتنه کړې ده.
د خپلواکو بشري حقونو د بنسټونو شمېرې د ایران د حکومت له رسمي شمېرو لوړې، خو د ډونالډ ټرمپ له اعلان شویو شمېرو ټیټې دي.
د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس «هرانا» د اعتراضونو د لومړیو ۵۰ ورځو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د لږ تر لږه ۷ زره او اوو کسانو وژل کېدل یې مستند او تایید کړي دي. په وژل شویو کې ۲۳۶ ماشومان هم شامل دي.
د دغه راپور له مخې، له قربانیانو څخه ۶ زره او ۴۸۸ اعتراض کوونکي، ۷۶ هغه ملکي وګړي چې په اعتراضونو کې یې ګډون نه درلود، او ۲۰۷ د پوځي او حکومتي ځواکونو غړي وو.
په ایران کې د ګرانۍ پر ضد اعتراضونه د ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي په اوومه پیل او شاوخوا ۵۰ ورځې، د سلواغې تر ۲۶مې پورې، دوام وکړ. د اعتراض کوونکو تر ټولو پراخه وژنه د مرغومي په ۱۸مه او ۱۹مه، په هغو دوو شپو او ورځو کې وشوه چې حکومت په ایران کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې ګډوډې کړې وې.
