په البرټا کې ټولپوښتنه؛ رایه‌ورکوونکو له کاناډا څخه د بېلېدو وړاندیز رد کړی

د کاناډا د البرټا ایالت رایه‌ورکوونکو په غوڅ اکثریت د کاناډا په چوکاټ کې د پاتې کېدو ملاتړ کړی او د دې ایالت د خپلواک هېواد کېدو پر لور یې د بهیر د پیل وړاندیز رد کړی دی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس نن (سه‌شنبه، د میزان ۲۸مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې د بېلتون‌پالو د سختې ماتې ښکارندويي کوي.

د البرټا د ټاکنو ادارې د غیررسمي پایلو له مخې، د څه باندې یو میلیون رایو تر شمېرلو وروسته، ۷۷ سلنه رایه‌ورکوونکو په کاناډا کې د دې ایالت د پاتې کېدو ملاتړ کړی او ۲۳ سلنه نورو د «بېلتون د بهیر د پیل» غوښتنه کړې ده.

اسوشیټېډ پرېس لیکلي، چې د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني هغه هڅې پیاوړې کوي چې غواړي د سوداګریزې جګړې او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو ګواښونو سره سره، چې کاناډا دې د امریکا له متحدو ایالتونو سره یوځای شي، د خپل هېواد ملي یووالی وساتي.

دا رایه‌اچونه په مستقیم ډول د البرټا د خپلواکۍ په اړه نه وه؛ بلکې که د بېلتون پلویانو رایې ګټلې وای، دغه د تېلو بډای ایالت به په راتلونکي کې د کاناډا څخه د بېلېدو لپاره د یوې بلې ټولپوښتنې پر لور روان شوی وای.

د البرټا لومړۍ وزیرې، ډانیل سمیت، د لومړنیو پایلو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پایلې په کاناډا کې د پاتې کېدو لپاره د خلکو پراخ ملاتړ څرګندوي.

سمیت په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «د البرټا خلکو په یوه متحد کاناډا کې د پیاوړې البرټا په ګټه رایه ورکړې ده.»

د البرټا د پخواني لومړي وزیر مرستیال توماس لوکاسزاک، چې د بېلتون‌پالو پر ضد یې د «د تل لپاره کاناډایان» په نوم د مبارزې مشري کوله، خپلو پلویانو ته ویلي: «موږ یو پیاوړی هېواد یو، چې له یوه ساحل څخه تر بل ساحله پورې متحد پاتې شوی دی.»

البرټا، چې د نړۍ د نفتو د ثابتو زېرمو څلورمه لویه برخه په کې ده، له اوږدې مودې راهیسې د کاناډا له فدرالي حکومت څخه ناخوښه ده؛ خو دغې ناخوښۍ په دودیز ډول د خپلواکۍ لپاره د پراخ ولسي ملاتړ بڼه نه ده خپله کړې.

د بېلتون د وړاندیز له ظاهري ماتې سره سره، د خپلواکۍ پلویانو ویلي، چې دوی توانېدلي یوه څنډې ته پاتې موضوع په داسې خوځښت بدله کړي، چې ښایي په نږدې راتلونکي کې له منځه ولاړ نه شي.

د البرټا د بېلتون یو ملاتړي، جېف راث، تر دې وړاندې ویلي وو، چې که د دې ایالت ۳۰ سلنه خلک د بېلتون د بهیر د پیل په ګټه رایه ورکړي، نو دی به ډېر خوشحاله شي.

هغه د البرټا د متحد محافظه‌کار ګوند د مشرې په توګه د ډانیل سمیت د لرې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې ښایي دغه ګوند ووېشل شي او په پایله کې یې د خپلواکۍ پلوی نوی ګوند رامنځته شي.

د البرټا بېلتون‌پال د کاناډا د فدرالي حکومت د چاپېریالي سیاستونو او د نفتو او ګازو پر صنعت د وضع شویو مقرراتو مخالف دي. دوی د طبیعي سرچینو د عوایدو له وېش څخه ناخوښ دي او وایي، چې مرکزي حکومت د دې ایالت د شتمنۍ د پام وړ برخه ترلاسه کوي، خو په بدل کې یې البرټا ته متناسبه ونډه نه ورکوي.

دوی همداراز نیوکه کوي، چې د کاناډا په فدرالي حکومت کې د پرېکړو پر مهال د البرټا سیاسي او اقتصادي ګټې او غوښتنې په دوامداره توګه له پامه غورځول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته