د پاکستان د پوځ او وسلهوالو ځواکونو قوماندان، عاصم منیر، له ایراني چارواکو سره د لیدنو او خبرو اترو لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، په دغه سفر کې له عاصم منیر سره ملتیا کوي.
تر دې مخکې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې د پاکستان د پوځ قوماندان له ایراني چارواکو سره د دوهاړخیزو موضوعاتو او د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې په اړه خبرې وکړي.
پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو اصلي منځګړی دی. د پاکستاني چارواکو په هڅو دواړو لورو د «اسلاماباد د تفاهم یادښت» لاسلیک کړ، خو ډېر ژر یې یو بل د دغه تفاهم په نقضولو تورن کړل او جګړه یې بېرته پیل کړه.
دا د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستان د هڅو له پیل راهیسې تهران ته د عاصم منیر پنځم سفر دی.
هغه تهران ته په خپل وروستي سفر کې، چې د سنبلې په دویمه نېټه ترسره شوی و، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د ملي امنیت د عالي شورا له منشي محسن رضايي، د پارلمان له رییس محمدباقر قالیباف، د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مؤمني سره لیدلي وو.
