د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، وايي چې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره اړین دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن (سهشنبه، د میزان ۲۸مه) په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې وویل: «پاکستان لا هم د یوه سولهییز، باثباته، له سیمې سره د همغږۍ لرونکي او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی، چې له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي.»
هغه وویل، پاکستان د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوساینې د ملاتړ لپاره صادقانه هڅې کړې دي او په بدل کې د طالبانو له حکومت څخه یوازې یوه غوښتنه لري: «دا چې د افغانستان خاوره د پاکستان او نړۍ پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.»
اسحاق ډار زیاته کړه: «پاکستان د سولهییز او باثباته ګاونډیتوب ټینګښت ته ژمن دی، ځکه دا د سیمې د پرمختګ او هوساینې یو اساسي بنسټ دی.»
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د ناامنۍ او ترهګریزو بریدونو له پام وړ زیاتوالي سره مخ شوی دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې ترسره کېږي؛ خو په افغانستان کې طالبان دا ادعا ردوي او وايي، چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د ترهګرو ډلو د شتون په اړه کړکېچ له یوه کال څخه د زیاتې مودې راهیسې د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې کړې دي، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې او پولې هم تړل شوې دي.
