اروپايي ټولنې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي سیاستونو» د بې‌قیدوشرط لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دې ټولنې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت جنسیتي تبعیض، غندي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه اقدامات په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د ګډون د سخت محدودولو او د زده‌کړې، کار او د تګ راتګ د ازادۍ په ګډون د هغوی له بشري حقونو څخه د محرومولو له لارې د دوی وضعیت لا خراب کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: «اروپايي ټولنه په ۲۰۲۶ کال کې د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه لري؛ په ځانګړې توګه د دې حقیقت له امله چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له شپږم ټولګي پورته له عمومي زده‌کړو محرومې دي. دې وضعیت له ۲.۲ میلیونو څخه زیاتې نجونې اغېزمنې کړې دي. موږ د دغو تبعیضي سیاستونو د بې‌قیدوشرط لغوه کولو غوښتنه کوو.»

دا اعلامیه په اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ له لوري، په افغانستان کې د یونسکو د فعالیتونو په تړاو خپره شوې ده.

اروپايي ټولنې د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو د بدیلو لارو په برابرولو کې د یونسکو له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي، چې «که څه هم په اوسنیو شرایطو کې دغه فرصتونه اړین دي، خو د رسمي، ټول‌شموله او باکیفیته زده‌کړو ځای نه شي نیولی.»

دې بنسټ زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې له یونسکو سره په همکارۍ، په افغانستان کې د مهارتونو د پراختیا او د سواد زده‌کړې له لارې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ۴.۷ میلیونه یورو په ارزښت یوه پروژه پیل کړې ده.

اروپايي ټولنې ویلي، چې د خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې د سازمانونو لپاره د تړلي او له خطرونو ډک چاپېریال له شتون سره سره، د افغانستان له خپلواکو رسنیو، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې له فعالو بنسټونو او د بشري حقونو له مدافعانو څخه به خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.

اروپايي ټولنې همداراز د افغانستان د کلتوري میراث پر وړاندې د شته ګواښونو، د غیرقانوني کېندنو د دوام، د کلتوري اثارو د ناقانونه قاچاق او د کلتوري برخې د کارکوونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه کارکوونکو د امنیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته