طالبانو د خصوصي روغتونونو د اعتبار او درجه‌بندۍ پایلې اعلان کړې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر یې بشپړ کړی او دغه روغتونونه یې د خدمتونو د کیفیت له مخې په درېیو کټګوریو، «A، B او C» وېشلي دي. د دې وېش پر بنسټ به د روغتونونو لپاره د خدمتونو بیې هم وټاکل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست اجرائیوي رییس، سیف‌الله معاویه، نن (سه‌شنبه، د میزان ۲۸مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې د دغه بهیر په ترڅ کې یې په کابل کې ۱۱۵ خصوصي روغتونونه ارزولي، چې یوازې دوه روغتونونه د «A» درجې ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، چې نهه روغتونونه د «B» او ۳۹ نور د «C» درجې په کتار کې راغلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت دغه چارواکي وویل، چې پاتې ۶۵ روغتونونه په دې ارزونه کې د هېڅ درجې په ترلاسه کولو بریالي شوي نه دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، په دې غونډه کې وویل، چې دغه ارزونه د خلکو د هغو شکایتونو پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت د یوې ډلې له خوا ترسره شوې، چې د روغتیايي خدمتونو د ټیټ کیفیت او لوړو بیو په اړه یې درلودل.

هغه وویل، هغه روغتونونه چې د «A» درجه یې ترلاسه کړې، ټول یا ډېری معیارونه یې پوره کړي دي؛ خو نوموړي څرګنده نه کړه، چې دغه معیارونه څه دي او څنګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال وویل، خصوصي روغتونونه کولای شي د خپلو خدمتونو د کیفیت په لوړولو سره له ټیټو درجو څخه لوړو درجو ته پورته شي.

نوموړي د دې درجه‌بندۍ موخه د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، ناروغانو ته د پاملرنې ښه کول او خلکو ته د معیاري او غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابرول وبلل.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، هم ویلي، چې د دې درجه‌بندۍ له لارې به د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه، بیې کنټرول او د سالمې سیالۍ زمینه برابره شي.

د افغانستان اوسېدونکي تل په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه کوي. له همدې امله هر کال زرګونه افغانان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته