اروپايي ټولنې د افغانستان په شپږو جنوبي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې له کړکېچونو اغېزمنو خلکو ته د روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، اوبو او حفظالصحې په برخو کې د حیاتي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۱۲ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
د «اینټرسوس» (INTERSOS) سازمان اعلان کړی چې دغه بودجه د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې له لارې دغه سازمان ته ورکړل شوې ده. دا مرستې به د «نړیوالې همبستګۍ» او «د نړۍ ډاکټرانو» سازمانونو په همکارۍ، په کندهار، زابل، اروزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ولګول شي.
د دغه سازمان په وینا، د «اړینو خدمتونو لپاره د ژوند ژغورنې یوځای شوی چوکاټ» تر سرلیک لاندې به یوه ۱۲ میاشتینۍ پروژه د روان میلادي کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ کال د مې میاشتې تر پایه پورې د یادو ولایتونو په ۲۸ ولسوالیو کې پلې شي او ۳۴۷ زره کسانو ته به خدمتونه وړاندې کړي.
اینټرسوس ویلي، چې اټکل کېږي نږدې ۱.۲۷ میلیونه کسان به هم په غیرمستقیم ډول له دې پروژې ګټه واخلي. همداراز، ښايي ۳۹ زره او ۱۷۵ نور کسان د بېړنیو مرستو له لارې تر پوښښ لاندې راشي. دغه مرستې به د ناروغیو د خپرېدو، اقلیمي ناورینونو او د خلکو د بېځایه کېدو په غبرګون کې وړاندې کېږي.
د دغه سازمان په وینا، د اروپايي ټولنې دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. زیانمنونکې ټولنې، په ځانګړي ډول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان، امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې مېشتې کورنۍ، لا هم اړینو خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي.
اینټرسوس ویلي، چې د اروپايي ټولنې دغه مرسته به دغه سازمان او همکاران یې وتوانوي، څو د خلکو پر اړتیاوو ولاړ او یوځای شوی ځواب وړاندې کړي، د هغو ناروغیو او مړینو په کمولو کې مرسته وکړي چې مخنیوی یې شونی دی، او په ورته وخت کې د کړکېچونو له اغېزمنو ټولنو سره د خوندیتوب، هوساینې او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت وړتیا پیاوړې کړي.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې په روان میلادي کال کې د افغانستان د بشري مرستو پروګرام له سختې بودجوي کمښت سره مخ دی او بشري مرستندویه بنسټونو په وار وار د دې کمښت د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
