د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د بامیان–دایکنډي پر مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
ویل شوي چې دغه پروژه د ۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې ده.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت نن (پنجشنبه، د میزان ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پروژه کې کیندنې، هوارول، جغل اچونه، د استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول شامل دي. ټاکل شوې چې دغه پروژه په څلورو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه وزارت ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د بامیان او دایکنډي ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
دایکنډي د افغانستان په مرکزي برخه کې له محرومو ولایتونو څخه دی چې په هېواد کې تر ټولو لږ پاخه سړکونه لري.
دغه ولایت غرنی او سوړ اقلیم لري او اوسېدونکي یې د ژمي په موسم کې د نورو فصلونو په پرتله د تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.
